د مهاجرت د نړیوالې ورځ په مناسبت د جلالتمآب جمهور رییس پیغام

sadam_morr
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۱۲:۲۲
جلالتماب رییس صاحب جمهور

بسم الله الرحمن الرحیم

 

تر هرڅه اول د مهاجرت د نړیوالې ورځې په مناسبت د دې غونډې له رابلونکو او برخه والو مننه کوم چې د یو نهایت ضروری انساني هدف لپاره راټول شوي دي.

مهاجرت نړیواله پدیده ده او ځکه خو ورته نړیواله ورځ لرو مګر دغه ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت لپاره فوق العاده اهمیت لري. په تيرو څلورو لسیزو کې به داسې لږه افغانه کورنۍ وی چې د کور، کلي او وطن د پریښودولو ترخه تجربه یې نه وي لرلې . زموږ د هیوادوالو یو لویه برخه اوس هم د وطن له غېږې لرې ، د مهاجرو په توګه ژوند کوي او له بلې خوا د هېواد په داخل کې ګڼ شمیر بې ځایه شوي وطنوال لرو چې تر ډیره حده د بی رحمه تحمیلي جګړې له لاسه د کور، کلي پریښودولو ته مجبور شوي دي . دلته لازمه ده له ملګرو ملتونو او ټولو هغو هیوادونو او ادارو یوځل بیا مننه وکړم چې له مهاجرو سره مرستې کوي او د دوی د ستونزو په کمولو کې برخه اخلي.

موږ په افغانستان کې که څه هم د مهاجرو او ستنېدونکو لپاره بیل وزارت لرو خو حقیقت دا دی چې د مهاجرینو موضوع ته باید دیوې سکتوري مسالې نه بلکی ملي ستونزې په حیث وګورو او مختلیفې ادارې او د ټولنې مختلف اقشار باید د خپلو امکاناتو په تناسب د مهاجرینو او بې ځایه شویو کورنیو د ستونزو په اوارولو کې برخه واخلي . د مهاجرو ستونزې له سولې او امنیت سره، له اقتصادي وضعیت سره، له اجتماعی عدالت سره او نورو مختلفو مسایلو سره ارتباط لرې او ځکه خو پکار ده چې د مهاجرینو مساله یوازې د یوې ادارې او یوه وزارت دنده ونه بولو .

که خدای کول هغه ورځ ډېره لرې نه ده چې زموږ د خلکو د مهاجرت غمجن و ختونه پای ته روسېږي او پردیس وطنوال مو په خپلو مېنو، کلیو او بانډو کې دیره شي . زه د داسې ورځ په راتلو باوري یم او زموږ ټولو مشترکه دنده چې د دغسې وخت راتلو ته جدي هڅه وکړو .

د افغانستان ټولنه به تر هغو نیمګړې وي چې مهاجر غړي یې د وطن له غېږې لرې په پردیسي کې اوسي .

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رییس ، محمد اشرف غني

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۱:۸
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر له ساحوي مشر سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین محترم الحاج مولوي عبدالرحمن راشد د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ( OCHA ) له ساحوي مشر ښاغلی ګلیټ راجر سره وکتل.
په دې لیدنه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۲
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له رییس عرفات جمال سره وکتل

 

په دغې ناسته کې، چې په روان زیږدیز کال کې راستنېدونکو ته د اړینو مرستو د رسولو او په اداري چارو کې د اسانتیاوو په اړه خبرې وشوې، عرفات جمال د کډوالو چارو وزارت همکارۍ وستایلې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل کې له لسګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د هغو ژمنیو مرستو پر دوام، چې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر لخوا د اهل خیر کسانو په همکارۍ پیل شوې وې، د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې له پاکستان څخه ۸۴ راستنو. . .

بېرته خبرونه ته