د قرارداد د ورکړې د پریکړې اطلاعیه
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د تدارکاتو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د (۲) فقرې له مخې، ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري چې د (د برېښنا، نلدوانۍ او نجارۍ وسایلو تدارک او تهیه د وزارت د مرکزي واحدونو لپاره د ۱۴۰۴ مالي کال په موخه) قرارداد د شمس الیت لوژستیکي خدماتو شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (۶۲۱۸۳) ده او په کابل ښار دهبوري سیمه کې موقعیت لري، په ټولیزه اندازه د ۶۲۰٬۲۱۲ (شپږ سوه او شل زره او دوه سوه او دولس) افغانۍ په ارزښت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دې اعلان د خپرېدو نېټې څخه تر اوو تقویمي ورځو پورې، په لیکلې بڼه او له خپلو دلایلو سره یوځای، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د تدارکاتو آمریت ته چې په واصلآباد کې د جنگلک فابریکې شاته موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پينځوسمې مادې له مخې وسپاري.
یاد اطلاعیه د قرارداد د تړون معنا نه لري، او تر هغه وخته پورې چې یاد موده بشپړه او قانوني مراحلو ته ورسېږي، قرارداد به نه تړل کېږي.