د اروپایي ټولنې سفیرې د مهاجرینو چارو وزیر سره ولیدل

sadam_morr
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۵:۲۵
-
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیرې آغلې ویرونیکا د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره دده د کار په دفتر کې ولیدل.
په ناسته کې په پاکستان او ایران کې د مهاجرینو په ستونزو، د جرمني او نورو اروپایي هېوادونو لخوا د مهاجرینو د جبري ویستلو، یا نورو هېوادونو ته د لیږدولو، د داخلي بېځایه شوو د پایدار ادغام او هغوی ته د مرستو جلبولو په اړه خبرې وشوې.
د مهاجرینو چارو وزیر د مهاجرینو په برخه کې د اروپایي ټولنې د مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د مهاجرینو په نوم کیدونکې مرستې دې مستقیما مهاجرینو ته ورکړل شي او باید په اساسي کارونو، سرپناه، کاري فرصتونو او اقتصادي ملاتړ کې مصرف شي.
آغلې ویرونیکا د مهاجرینو ستونزو ته رسیدګي د ټولو ګډ مسولیت وباله او ویې ویل: مونږ د مهاجرینو او نورو اړمنو د لاسنیوي لپاره د ملګرو ملتونو له مرستندويه ادارو سره ١٢٥ میلیونه یورو مرسته کړې ده او د کال ترپایه به ٣٦ میلیونه نوره مرسته هم ورسره وکړو.
دواړو لوریو د یوه ګډ میکانیزم رامنځته کولو لپاره د ګډې تخنیکي کمېټې په جوړولو توافق وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۲:۳۰
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر په یوه ګډه ناسته کې د کاپیسا له والي قاري احسان الله بریال او په تورخم کې د مهاجرینو چارو له امر بخت جمال سره وکتل.

د ناستې په پیل کې قاري احسان الله بریال، کاپیسا ته د ورستنو شوو د وضعیت په هکله محترم مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل او په یاد ولایت کې د مهاجرینو لپاره د ښارګوټي د پاتې. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۰ - ۸:۱۶
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نیکمرغه لوی اختر په درېیمه د اسلامي امارت د یو شمېر ملکي او پوځي چارواکو سربــېره له ګڼ شمېر علماوو او عامو هېوادوالو سره وکتل.

 
د لیدنو په لړ کې راغلو علمای کرامو، قومي مخورو، مجاهدینو او عامو هېوادوالو په بشپړه امنه فضأ کې د لوی اختر پر نمانځلو خوښي څرګنده کړه او له څو لسیزو وروسته، د اسلامي امارت په. . .
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۹ - ۹:۱۶
Background image

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نیکمرغه لوی اختر په دویمه ورځ په څو ناستو کې د اسلامي امارت د کابینې د یو شمېر غړو سربــــــېره له ګڼ شمېر کسانو سره وکتل.

 
 
په دغو ناستو کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني، د مالیې سرپرست وزیر محترم ملا محمد ناصر اخوند، د عامې روغتیا محترم سرپرست وزیر مولوي نور جلال. . .

بېرته خبرونه ته