دکډوالو چارو وزير په ويانا کې د (ICMPD) موسسې له رئيس سره وليد

sadam_morr
جمعه ۱۳۹۸/۳/۳ - ۸:۲۵
بیانیه

دکډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي د غبرګولی په لومړۍ نېټه،چې وياناته يې رسمي سفر لره د(ICMPD) له رئيس ښاغلي مخايل اشپيند ليګر سره وليدل.

په دغه ليدنه کې په اطريش کې افغان سفيرې خجسته فناه ابراهيم خېل هم شتون درلود.

ښاغلي مخايل اشپيند ليګر دکډوالو چارو وزير،  ويانا او د(ICMPD) مرکز ته دورتګ ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه موږ دخپلو ژمنو دپرمختګ په برخه کې په ځانګړې توګه دهوکړه ليکونو له ګټې  خوښ يو، هيله مند يو چې دکډوالو چارو وزارت هم خوښ اوسي.

هغه دکډوالو دوضعيت، دکډوالۍ دپراخې پالېسۍ دپرمختګ او دکډوالۍ مرکز په تړا دکډوالو چارو وزير نظرونه واورېدل.

دکډوالو چارو وزير په(ICMPD) مرکز کې ددوی له ميلمه پالنې مننه وکړه او د کډوالو دوضعيت په اړه يې په تفصيل سره خبرې وکړې.

ښاغلي بلخي په ايران کې دافغان کډوالو دوضعيت څخه  اندېښنه وښود وی ويل، په ايران باندې لګول شوي بنديزونه په هغه هېواد کې کډوالو باندې هم اغيز لري، دايراني پيسو دارزښت ټيټوالی ددې لامل شوی، چې په ۲۰۱۷ کال کې له ايران څخه ۷۵۰۰۰۰ راستنېدونکي ولرو. کيداشي چې ددغې بنديزونو له امله افغان کډوال اروپا ته مخه وکړي.

بلخي د پاکستان کې افغانانو ته د پېژند پاڼو ورکولو په تړاو د هغه هېواد د لومړي وزير عمران خان څرګندونو په اړه وويل،  د جون په ۱۷ مه په اسلام آباد کې په ايران او پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعيت د څېړنې په موخه څلور اړخيزه ناسته ترسره شي.

د کډوالو چارو وزير په استانبول کې د ورزا کنفرانس په اړه وويل، ددې ناستې بشپړ راپور مې ولسمشر ته ورکړی، نوموړی له نيول شوو پرېکړو خوښ و  او لارښونه يې وکړه چې له پرېکړو څخه د افغانستان ملاتړ  په رسمي ډول د ترکيې د کورنيو چارو وزارت ته چې د کنفرانس کور به دی خبر ورکړل شي.

ښاغلي بلخې د ICMPD سره د ګډو کار څخه خوښي وښوده او ويې ويل، د کډوالۍ پراخه پالېسي وروستۍ شوې او ډېر ژر به د تصويب لاندې ونيول شي، د کډوالۍ د اطلاعاتو مرکز ښه پر مخ ځي  او پراختيا ته اړتيا لري،د ظرفيت لوړونه به هم شروع شي.

ښاغلي شپيند ليګر له کډوالو چارو وزير او ورسره پلاوي څخه مننه وکړه او ويې ويل، موږ په ايران کې د کډوالو له وضعيت څخه خبريو او همدارنګه په ترکيه کې، هغه زياته کړه د ۶ ميليونه يورو هوکړه ليک چې اروپايي ټولنې له ترکيې سره لاره مخ  په خلاصېدو دی، چې ترکيې تازه بيا له اروپايي ټولنې د پيسو غوښته کړې.

نوموړي زياته چې دغه موضوع بايد د ملګرو ملتونو په کچه ياده شي، چې څرنګه په ترکيه کې له کډوالو ملاتړ وشي ده وويل د افغانانو ټولې ستونزې د مېز پرسره دي چې څنګه له غوی سره مرسته وکړو.

دواړو لوريو هوکړه وکړه چې د کډوالۍ پراخه پالېسي ډېر ژر  وروستۍ شي تر څو د بوديجې د جلبولو او د هغې پلي کولو لپاره له اروپايي هېوادونو په يو نړيوال کنفرانس کې د مالي همکارۍ غوښتنه وکړو.

 

 

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۱۹:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د کاري دفتر په جامع جومات کې د سیرت النبي په مناسبت برنامه ترسره شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کاري دفتر په جامع جومات کې د محمد (ص) د مبارک سیرت په مناسبت برنامه تر سره شوه.
په دغې برنامه کې د مهاجرینو چارو وزیر محترم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳ - ۹:۱۱
Background image

د ۱۴۰۵ مالي کال د دویمې ربعې ( غبرګولې، چنګاښ، زمري میاشتو) د راپور لنډيز

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د ۱۴۰۵لمریز کال په دویمه ربعه کې د راستنو شویو او بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې، له کورنیو او نړۍوالو بنسټونو سره د همکاریو پیاوړتیا او د بشر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۳:۴۴
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې تر ۴۰۰ زرو د زیاتو امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌‌لیکونه لاسلیک شول

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له افغانستان بیا رغونې او ښځو زده‌کړو او د بشري مرستو همغږۍ موسسو سره د ۴۶۴ زره ۸۰۴ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول. . .

بېرته خبرونه ته