دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالكبير په عمان کې د اسلامي امارت له سفير ښاغلي حافظ عمر سره وكتل.

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۹:۱۰
-
 
په دې ليدنه کې چې په عمان هېواد کې د مېشتو افغانانو د ستونزو د حل او هغوي ته د خدماتو وړاندې کېدو د څرنګوالي په هکله خبرې وشوې، ښاغلي سفير وويل چې د عمان شاهي حکومت له اسلامي امارت سره لامثبتو او نږدې اړیکو ته لېواله دی او زیاته یې کړه، چې په پلازمېنه مسقط کې د اسلامي امارت د سفارت لخوا مېشتو افغانانو ته اړتيا وړ خدمات وړاندې کېږي.
د ښاغلي حافظ عمر په وینا چې په عمان کې افغان ډیپلوماتان هېواد ته د بهرنیو پانګوالو د رابللو هڅې کوي او تر دې دمه له ګڼ شمېر بهرنیو سوداګرو او پانګوالو سره مثبتي ليدنې شوې دي.
محترم مولوي عبد الكبير په بهر کې د افغان ډيپلوماتانو د هڅو ستاینه وکړه او زياته يې کړه، چې افغان سفارتونه د اسلامي امارت د سیاسي اړيکو سربېره د افغان کډوالو د ستونزو په حل کې رغنده ونډه لري.
محترم وزیر د اسلامي امارت د سفارتونو لخوا افغان کډوالو ته د اړينو خدماتو پر وړاندې کېدو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت له هرې شونې لارې د افغان کډوالو د ستونزو حل ته هڅې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۵:۳۶
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې نیږدې د ۶۰۰ زرو امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د افغان ښځو د بیا رغونې ټولنې او د افغان ښځو لپاره د ښځو موسسو سره د ۵۹۰ زره او ۵۰۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د کاري پروسو اسانولو یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د روڼتیا زیاتوالي، مراجعینو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کاري پروسو اسانولو یو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

دغه ورکشاپ د یاد وزارت د مالي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۶
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او نړۍوالې ادارې د همکارو بنسټونو ترمنځ ګډه تخنیکي ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په کوربه‌توب د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ نړۍوالې ادارې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، د نړۍوالې. . .

بېرته خبرونه ته