دپناه غوښتونکو مرستیال : دکډوالو وزارت مالیکت باید په هېواد کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو په ټولو پرو ژوکې په نظر کې ونیول شي

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۸:۵۷
____________

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو مرستیال دالمان سفارت اود (kfw) نړیوالې ادارې استازوسره د راستنېدونکو او بېځايه شوو دبیایوځای پروژې په اړه خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې ټول ملي او نړیوال سازمانونه دبېځایه شوو اورستنېدونکو په نوم پروژې پلي کوي دکډوالو وزارت ځای ناستي د رهبرۍ په توګه په ټولو مواردو کې په نظر کې ونیسي.مرستیال وفي الله کاکړ .

ښاغلي کاکړ خپلې انديښنې اونه رضایت په ځانکړي توګه دراستنېدونکو اوبېځایه شوو دبیایوځای کېدو دپروژې په اړه وښود او په افغانستان کې دناروې دکډوالو ادارې او کډوالۍ نړیوال سازمان څخه یې غوښتنه وکړه چې دپروژو دپلي کېدو او پرمختګ مالي او تخنیکي راپورونه په منظم ډول دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته ولیږي.د ک اف ډبلیو د دفتر استازي مایکل ګروبر دپناه غوښتونکو مرستیال ته ډاډ ورکړچې د دولت او کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالکیت به دغه پروژوکې په نظر کې نیولی او ددی پروژی عملی چاری به د وزارت رهبری تر نظر لاندی تطبیق شی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له احیای مجدد انصاري برای افغانستان او د کلیو او پرمختیايي پروګرام موسسو سره دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه، چې د یو میلیون ۲۳ زره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د. . .

بېرته خبرونه ته