خليل الرحمن حقاني؛هېڅ شخص او ډلې ته به اجازه ورنه کړو چې افغانستان ووېشي

anwari_morr
چهارشنبه ۱۴۰۰/۹/۱۰ - ۱۳:۴۵
__________
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني سې شنبه د ليندۍ په ( ۹) د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد کې د يوې خبرې غونډې پرمهال وويل، چې هېڅ شخص او ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان ووېشي.
دغه کنفرانس چې د فيض اباد ښاريانو او د رسنيو استازو پکې ګډون کړی و، د قران عظيم الشان په مبارکو اياتونو پيل او ورپسې دمهاجرينواو راستنېدونکو چارو وزير خبرې وکړې ويې ويل: (( په هېواد کې ديوالي او خپلواکۍ برج بيا رغول شوی او هېڅ شخص او ياډلې ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان ويجاړ او ووېشي. هغه وويل، په تېرو شلوکلونوکې د امنيت، د اسلامي نظام د ټينګښت او د فساد او نفاق د له منځه وړلو په موخه جګړه روانه وه او په پايله کې يې ټاکلې موخه ترلاسه شوه)).
حقاني، د ښوونځي او مدرسې ترمينځ واټن رامنځته کول استعماري دسيسه وبلله او ديني او عصري علوم يې دهېواد او نړۍ د بريا او پرمختګ دوه وزرونه وبلل.
نوموړي همدا راز بدخشان ولايت کې بشري مرستو ته لاسرسی د اسلامي امارات د پلانونو د لومړيتوبونوڅخه ياد کړل ويې ويل: چې دغه ولايت ته يې د سفر موخه د بېځايه شوو،راستنېدونکو،بېوزلو او اړمنو کورنيو د ستونزو څېړل، د مرستو جلبول او د سرپناه و جوړول وو.
حقاني ا.ا.ا ته مسؤلينو او مجاهدينوته په خپلوخبرو کې وويل چې د صحرايي محاکمو څخه ډډه وکړئ او پرېږدۍ چې دقضيو پرېکړې عدليې او قضايي محاکمې وکړي.
د بدخشان ولايت والي مولوي عبدالغني فايق او مرستيال والي مولوي نثار احمد احمدي ښاغلي حقاني ته ښه راغلاست ووايه او د دغه ولايت د اوسېدونکو ستونزې يې ورسره شريکې کړې ويې ويل، چې ولايت يې د ګاونډيو هېوادونوسره ګډې پولې لري او د انساني قاچاق وړونکو، طبيعي پېښو او د لوږې د ګواښ سره مخ دی او دمرستو دوېش په برخه کې بايد د بدخشان ولايت اوسېدونکوته جدي پاملرنه وکړي.
په دغه کنفرانس کې د بدخشان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس مولوي محمد يونس جهاد مل هم خبرې وکړې او په دغه ولايت کې يې د ( ۳) زرو بېځايه شوو د ثبت خبر ورکړ ويې ويل،چې يادو بېځايه شوو تر اوسه مرستې نه دي ترلاسه کړي.
هغه وويل، چې د سړې هوا موسم په رارسېدو او د واورې او باران په اورېدو سره به لرې پرتو ولسواليو ته غځېدلې لارې بندې شي او له تړل کېدو مخکې دې ولسواليوته د مرستو رسولو هڅې وشوې.
د دغه ولايت اوسېدونکي انجينر محمد دين د اسلامي امارات تر بريا وروسته په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په اړه خوښي څرګنده کړه ويې ويل، چې بدخشان د طبيعي پېښو له پلوه ترډېره له ګواښ سره مخ دی اوهغه اوسېدونکو ته يې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه چې د ګواښ سره مخ دي.
د بدخشان دخبريالانو شورا رئيس عبدالبصير حقجو د سيمې د اوسېدونکو د ستونزو يادونه وکړه ويې ويل، بدخشان هر کال له طبيعي پېښو سره مخ کېږي او بايد دغه ولايت د مرستدويه پروګرامونو په سر کې وي.
حقجو وويل، چې د بدخشان ولايت اوسېدونکي او خبريالان تر اوسه د اسلامي امارات له لوري نه دي ګواښل شوي او کارونه د معمول په څېر روان دي.
د فيض اباد ښاروال قاري اصيل او دبدخشان دښارجوړونې او ځمکو داصلاح رئيس هم په خپل خبروکې په بېلابېلو برخو کې ددغه ولايت د اوسېدونکو د ستونزو يادونه وکړه.
د دغه برنامې په پای کې دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزيرالحاج خليل الرحمن حقاني د بدخشان ولايت د مهاجرينو رياست څخه ليدنه وکړه او ددغه رياست دفعاليتونو او کارونو ستاينه يې وکړه.
د ويلو ده چې خليل الرحمن حقاني د ا.ا.ا لومړنی لوړپوړی چارواکی دی چې دخلکو د ستونزو د اورېدو په موخه بدخشان ولايت ته سفرکوي.

 

بدخشان3

 

 
 
بدخشان

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۶
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په لړ کې دغه ولایت ته د ورستنو شویو هېوادوالو له استازو سره وکتل او له لسګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره یې نغدي مرسته وکړه

د خوست د کډوالو چارو ریاست مقام ته د وربلل شویو راستنو شویو په ناسته کې، محترم مولوي عبدالکبیر راستنو شویو هېوادوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې افغانان د دین او د هېواد د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۵۳
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

د خوست د جهادي مدرسې د دستاربندۍ په غونډه کې د خوست پر سیمه ییزو چارواکو سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده، د کورنیو چارو او عامې روغتیا وزارتونو معینانو، د اسلامي امارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۲۱:۱۵
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ په مقام کې د لویې پکتیا د ځدراڼو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل.

په دې ناسته کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د اتو ولسوالیو د ګڼ شمېر ځدراڼو قومي مخورو او علماوو تر څنګ د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم ګډون کړی و.

 حاضرو مشرانو د کډوالو چارو د. . .

بېرته خبرونه ته