حقاني: د ميليونونو مهاجرو او بېځايه شوو مسؤليت ددې وزارت پر اوږو دی او بايد د چارو په پلي کولو کې جدي او رښتيني اوسئ

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۵:۲۵
-


د مهاجرينو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني نن ورځ د ماسپښين د لمانځه  له ادا کولو وروسته د تلې په ۲مه د ياد وزارت  منسوبينو ته وويل، غوره انسان هغه دی، چې د هغه د ژبې او لاس څخه بل انسان ته ضرر ونه رسي او ښه اخلاق ولري.
هغه زياته کړه، دا وزارت او تاسې ددې ادارې ټول منسوبين د ميليونونو مهاجرو او بېځايه شوو پروړاندې مسؤليت لري او لازمه ده، چې خپلې ورځنۍ چارې په جديت، صداقت او شفاف ډول ترسره کړئ، مراجعينو سره ښه چلند او د هغوی ستونزې په بېړنۍ توګه  حل او کارونه يې له ځنډ پرته ترسره کړئ.
حقاني وويل، په دفترونو کې  خپل خالي وخت مه ضايع کوئ، د ديني، ټولنيزو او سياسي کتابونو په لوستلو سره خپله علمي پوهه زياته کړئ او په وزارت کې  د ديني زده کړو، کمپوټر او مديريت  ښوونيزو برنامو کې پابند اوسئ.
هغه وويل، هېڅ داسې انسان نه شته چې  خدای ته حساب ورکوونکی نه وي، موږ مسلمانان د قيامت په ورځ په حساب ورکولو بارو لرو او ددې ورځې له عظمت څخه ښه خبر يو، نو لازمه ده، چې خپل مسؤليت په سمه توګه ادار کړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې له عدالت غوښتنې او ځواکمنتیا مدنې موسسې سره د ۱۴۵ زره او ۳۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ یو هوکړه‌لیک نن لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هېواد سرې میاشتې ادارې له رییس ښاغلي بها‌ء علي النجومي سره وکتل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي معین د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدنکو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي شیخ عبدالرحمن راشد نن په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وارچایلډ موسسې له رییس ښاغلي لم جوردن سره وکتل.

په دغې لیدنه کې. . .

بېرته خبرونه ته