بغلان: د مهاجرینو چارو وزیر د برکې ولسوالۍ له سیلاب ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۸:۱۱
-


د مهاجرینو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ اړوند سې هزاره او فلول سیمو څخه، چې په ورستیو سیلابونو کې یې ترټولو زیات زیان لیدلی؛ لیدنه وکړه.
د مهاجرینو چارو وزیر د سیمې خلکو سره په ناسته کې له دوی سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. شهیدانو ته یې د جنت الفردوس، زخمیانو ته عاجله شفا او زیانمنو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.
نوموړي وویل: طبیعي پېښې د الله - جل جلاله- له لورې امتحان دی او اسلامي امارت په هره سخته کې د ملت ترڅنګ ولاړ دی.
ښاغلي حقاني ډاډ څرګند کړ، چې زیانمنو شوو کورنیو ته به د بیړنیو مرستو رسولو ترڅنګ د سرپناه لپاره هم هڅې وکړي.
نوموړي د سیمې له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي امارت له کاري ټیمونو سره د مستحقینو په پیژندلو کې همکاري وکړي او چاته اجازه ورنکړي، چې په خپل سر د سیلاب ځپلو مرستې غیر مستحقو ته ورکړي او یا یې حیف میل کړي.
د مهاجرینو چارو وزیر د برکې ولسوالۍ له ولسوال، امنیه قمندان او هلته موظفو کمېټو له مشرانو سره هم ناسته وکړه او د کارنو په منظم کولو او د چټکتیا ترڅنګ یې یو لړ لازمې سپارښتنې ورته وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۸:۱۴
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د یوناما له مشرې اغلې روزا اوتنبایوا سره د مخې ښې لیدنه وکړه.

د ناستې په پیل کې اغلې روزا اوتنبایوا په وروستۍ زلزلې کې د زیانمنو شوو په اړه خپله خواشینۍ له محترم وزیر سره شریکه کړه او زیاته یې کړه، چې ملګري ملتونه له اړمنو افغانانو سره خپلو. . .
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۱:۵
Background image

د کډوالو چارو وزارت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شلتر ناو نړیوالې موسسې سره د ۹۱ زره ۲۵۹ ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړلیک لاسلیک کړ.
د یاد هو کړه لیک په اساس به نوموړې موسسه یاد مبلغ د خواکي توکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۰:۵۹
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین د ناروې هیواد د بشري مرستو ادارې له رییس سره ولیدل

د کډوالو  او راستنيدنکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني د ناروې هیواد د بشري مرستو رییس اریک ابیلد او ور سره مل پلاوي د ایران څخه د جبري راستنېدونکو کډوالو او د. . .

بېرته خبرونه ته