د کډوالو چارو وزیر په جلا ناستو کې د کابل د جهادي مدرسې له مسوولینو او د بغلان له ځینو قومي مخورو سره وکتل
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په جلا ناستو کې د کابل د جهادي مدرسې له مسوولینو او د بغلان د جلګې او نهرین ولسوالیو له ځینو قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.
د پیل په ناسته کې د کابل جهادي مدرسې مهتمم شیخ محمد ابراهیم او د دغې مدرسې ښوونکي شیخ فقیر محمد محمدي ګډون کړی و. دغو مسوولینو د مدرسې د لاسته راوړنو او د طالب علمانو د علمي کچې د لوړېدو یادونه وکړه.
د هغوی په وینا، چې روان کال د نصاب تر څنګ د زدهکوونکو وړتیاوو ته پاملرنه شوې او تمه ده، چې فارغین به د رسمي چارو د پر مخ وړلو جوګه شي.
د ناستې په پای کې محترمو شیخ صاحبانو د ځینو موضوعاتو په اړه نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
دغه راز د بغلان له نهرین او جلګې ولسوالیو راغلو مشرانو او مخورو د محترم وزیر له همکاریو په خوښۍ وويل، چې ولس د حکومت لخوا د پیل شویو عامه چارو ملاتړ کوي او زیاته یې کړه، چې د اسلامي امارت د همکارۍ په پایله کې د تېرې ادارې ګڼ چارواکي او پوځیان هېواد ته راستانه شوي.
دوی د خپلو وړاندیزونو په لړ کې د جلګې او نهرین سړک د پاتې ۳۰ سلنو چارو د بشپړېدو غوښتنه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر هغوی ته ښه راغلاست وویل او یادونه یې وکړه، چې د مدرسو زدهکوونکي دې د دیني زدهکړو تر څنګ په ځینو اړینو مهارتونه هم سمبال شي.
د نوموړي په خبر، اسلامي امارت د بودیجې لویه برخه پراختيايي چارو ته ځانګړې کړې او له اصولي لارو به د نهرین او جلګې د ولسونو وړاندیزونو ته د رسېدنې هڅې وشي.
په پای کې محترم وزیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د غچ اخیستنې سیاست نه لري او له همدې امله پخوانیو چارواکو او پوځیانو ته د راتګ لارې پرانیستې دي.
