په مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک شول
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او هاجر افغانستان موسسې او د افغانستان پیاوړتیا او اقلیم د نوښت موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا او فعالیتونو پیاوړتیا په موخه د همکارۍ دوه هوکړهلیکونه لاسلیک شول.
دغه هوکړه لیکونه د ۸۷ زره ۶۶۰ امریکايي ډالرو پر ارزښت په کابل، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ۲۰۰ کورنیو او ۱۰۰ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته د زدهکړو، د اقتصادي پیاوړتیا او د خوراکي توکو د مرستو په برخه کې په لګښت رسوي.
د دغو هوکړهلیکونو موخه د بېځایه شویو او راستنو شویو لپاره د لاښه خدمت په موخه د لاښې همغږۍ رامنځته کول او د ګډو برنامو پلې کول دي.
