مولوي عبدالکبیر: د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه دفاع کوو
نن د کوچني اختر لمونځ په سپیدار ماڼۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزیر مولوي عبدالکبیر په حضور کې ترسره شو.
په دې مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د اسلامي امارت د بېلابېلو ادارو مسؤولینو، په کابل کې د دوستو هېوادونو مېشتو سفیرانو او دیپلوماتانو، علماوو او مجاهدینو ګډون کړی و.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر، د اختر د مبارکۍ ترڅنګ په خپله وینا کې وویل، سږنی اختر په داسې حال کې نمانځل کېږي چې سیمه او نړۍ له بېلابېلو تحولاتو او تاوتریخوالي سره مخ ده، چې دوام یې سیمې او نړۍ ثبات ته جدي ګواښ بلل کېږي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د اسلامي نظام پیاوړتیا، د شریعت تطبیق، عدالت او ملي یووالی د اسلامي امارت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د سترو سیمهییزو پروژو پلي کول، د سوداګرۍ پراختیا، د ترانزیټي دهلېزونو فعالول، د طبیعي سرچینو شفاف مدیریت، د کرنې وده او د زیربناوو پراختیا د حکومت د پراختیايي پلانونو مهمې برخې دي. محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې افغانستان کولای شي د جنوبي او منځنۍ اسیا ترمنځ د اقتصادي همکاریو یو مهم پل وګرځي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر وویل، چې د افغانستان سیاست اقتصادمحوره، متوازن او د ښه ګاونډیتوب پر اصولو ولاړ دی او کابل غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ اړیکې ولري.
خو هغه په ټینګار سره وویل، چې هېچا ته به اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری وکړي یا د هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي. نوموړي د پاکستان له لوري وروستي بریدونه وغندل او ویې ویل چې دا کړنې د نړیوالو او اسلامي اصولو خلاف دي.
محترم مولوي عبدالکبیر وویل، چې جګړه د دواړو هېوادونو د ولسونو په ګټه نه ده او غوښتنه یې وکړه، چې د پاکستان علماء او ولسونه باید اجازه ورنکړي څو د دواړو مسلمانو ملتونو اړیکې د بهرنیو قدرتونو د غوښتنو قرباني شي.
نوموړي له هغو هېوادونو څخه مننه وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو او دیپلوماتیک حل لپاره یې هڅې کړې دي، او زیاته یې کړه چې افغانستان د خبرو اترو دروازې پرانستې ساتلي، خو د هر ډول یرغل پر وړاندې د ځواب ویلو لپاره چمتو دي او افغان ځواکونه به د خپل هېواد له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع وکړي.
د کډوالو او راستنېدونکیو چار وزیر همدارنګه وویل، چې افغانستان دا مهال د هغو میلیونونو راستنېدونکو کوربه دی چې له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه د سیمې وروستیو حالاتو ته په اشارې سره وویل، چې په فارس خلیج کې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او پر ایران د امریکا او اسراییلو بریدونه یې وغندل. نوموړي، له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د دې ډول پېښو پر وړاندې بې تفاوته پاتې نشي.
