مسلکي مرستیال د مهاجرت نړیوال سازمان د بې ځایه شویو د څارنې د پروګرام له مسول سره ولیدل

anwari_morr
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۳ - ۱۳:۱۸
-

د مهاجرینو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان څارنې پروګرام (DTM) له رییس ښاغلي یاسین الحمداني سره پخپل کاري دفتر کې ولیدل.

مسلکي مرستیال له جبري راستنیدونکو سره د دې ادارې د همکاریو او مرستو مننه وکړه او په راتلونکي کې یې د دوام غوښتنه څرګنده کړه.

ياسين الحمداني د بېځايه شويو د څارنې د پروګرام په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل: دغه پروګرام به هغه ساحې، چې هلته بېځايه شوي مېشت دي، د هغوی کره شمېره، هر اړخيز معلومات او د هغوى ستونزې به څرګندې کړې او د دې موخه له ټولنې او حکومت سره د اړتیاوو او همکاریو مشخصول او اسانيتا رامنځته کوي چې په ځینو هېوادونو کې ترسره شوي او دایمي حللار څرګندوي.

هغه وويل: دا پروګرام مرسته کوي چې له کورنيو سره څه ډول مرسته وشوه، د هغوى په ژوند کې څه بدلون راغی که نه او د بې ځايه شويو لپاره د دايمي حل لارې په موندلو کې هم اغېزناک دى.

ښاغلي راشد وویل: په ټولیزه توګه یو بنسټ دا فعالیت ترسره کړی او بیا نورو بنسټونو د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره همکاري کړې، چې له مستحقینو سره مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: موږ به د دولت له اصولو او پالیسۍ سره سم له تاسو سره همکاري وکړو، هر بنسټ او هره موسسه باید خپل فعالیتونه له مهاجرینو وزارت سره په تفاهم او همغږي ترسره کړي، د مهاجرینو له وزارت سره باید د تعامل هوکړه لیک یا میکانیزم موجود وي.

د وزارت او هغې موسسې ترمنځ چې مرستې چمتو کوي یا سروې کوي باید بشپړه همغږي وي.

ياسين الحمداني زياته کړه، چې د فعاليتونو څرنګوالي يې له وزارت سره شريک کړی او په پوره همغږۍ سره کولى شو، چې یو بل سره همکاري وکړو او موخو ته ورسېږو.

په دې ناسته کې د وزارت د مقام دفتر، د پلان او پالیسۍ او د څیړنې او معلوماتو ریاستوتو رییسانو هم ګډون کړی و.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۱:۱۲
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د بلخ او کابل له والیانو سره وکتل.
په پیل کې د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د شمالي ولایتونو د وضعیت په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۰:۴۰
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د یاد هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مقام دفتر رییس ښاغلي مولوي سعید احمد بنوري پر مشرۍ د یاد وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي ترکيې ته د سفر په لړ کې د تلې په ۳۰مه د دغه هېواد د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۱ - ۱۲:۵۵
Background image

د مهاجرینو چارو وزیر د خوست له والي سره وکتل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې د خوست له والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
په دغې لیدنه کې، چې په خوست کې د راستنو شویو . . .

بېرته خبرونه ته