د کارموندني خبرتیا
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د چارو ادارې عمومي ریاست، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست په همکارۍ، کار وړ اشخاصو ته د سپارلو او یوې سالمې او مسلکي ادارې د رامنځته کولو په موخه، خپل (۷) مرکزي NTA خالي بستونه له ۳۰/۰۲/۱۴۰۵ څخه تر ۱۴/۰۳/۱۴۰۵هـ ش کال چې د ۳/۱۲/۱۴۴۷ څخه تر ۱۸/۱۲/۱۴۴۷ نېټې مطابق کېږي اعلانوي.
پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي، د غوښتنې فورمې له لاندېني لینک ترلاسه او د ډکولو څخه وروسته د (Pdf) په بڼه چې حجم یې تر (MB ۵) ډېر نه وي، دغه برېښنالیک (recruitment.arcsa@aop.gov.af) ته واستوي.
همدا راز پۀ شرایطو برابر نوماندان کولای شي د غوښتنلیک فورمه د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، د تعییناتو د آسانتیاوو برابرولو او ولایتونو د چارو د همغږۍ ریاست څخه چې په پنځمه ناحیه قرغې سړک، د ښوونې او روزنې پوهنتون څلور لارې او د قمبر څلور لارې ترمنځ د دیوان بېګي درې لارې مخامخ، د ملکي خدمتونو انستیتوت – کابل کې موقعیت لري، ترلاسه او له ډکولو وروسته یې بېرته وسپاري.
د یادونې وړ ده په آنلاین او حضوري ډول د غوښتنې فورمو له استولو څخه ډډه وکړئ ترڅو په یو بست کې د غوښتنلیکونو له تکرار څخه مخنیوی وشي.
یاددښت: د غوښتنلیک فورمې سره د تابعیت تذکرې، تحصیلي او کاري تجربې اسنادو کاپي وړاندې کول حتمي دي.
د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۱۴۳۰۵۸
د اعلان شویو بستونو د جدول لینک:
https://drive.google.com/file/d/1NdVE7U0YjNFf9WcBh89T6vY5A3BouE1o/view?usp=sharing
په پي ډي اف ډول د غوښتنې فورمې لینک:
https://drive.google.com/file/d/10kSjtThd1EI_wX1pW_nY2fQQOVTiWU5S/view?usp=sharing
د ورډ په شکل د غوښتنې فورمې لینک:
https://docs.google.com/document/d/1I7WAeIgl29IY5fLg2I3357kZyfnXEKOi/edit?usp=sharing&ouid=117260732927013994098&rtpof=true&sd=true