د څه باندې یو ملیون امریکایي ډالرو په ارزښت اته هوکړه لیکونه لاسلیلک شول

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۳ - ۱۱:۴۲
-

د مهاجرینو چارو وزارت او د ګلوبل ټولنې ودې او علمي څېړنې، د ټولنیزې پراختیا نوې لار، د افغانستان لپاره د تلپاتې موخو موسسه، د افغانستان د ودې او بیارغونې همغږۍ، د افغاني ټولنې روغتیا او بیارغونې، د جاپان خیریه مرستو نړیوال معاونیت پلاوی او د افغانانو لپاره د ښوونیزو، بشري او روغتیايي پرمختګونو موسسو ترمنځ د یو ملیون او ۷۹ زره او ۱۱۱ امریکایي ډالرو په ارزښت  اته هوکړه لیکونه لاسلیلک شول

د دې هوکړه لیکونو پر بنسټ، د افغاني ټولنې د روغتيا او بيارغونې موسسه به په کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او نیمروز ولایتونو کې د سرپنا جوړولو، د سرپناوو په سيمو کې د ماينونو پاکولو، د نغدي مرستو وېش او د ٧٦٠ کورنيو لپاره د ظرفیت لوړونې د پروګرام په برابرولو کې د ۴سوه ۳۹ زره او ۷۲۵ ډالره لګوي.

د جاپان د خیریه مرستو موسسه په ننګرهار ولایت کې ۶۰۰ کورنیو ته د دریو میاشتو لپاره د کوپون د وېش په برخه کې ۳ سوه ۱۵ زره او ۸۵۴ ډالره مرسته کوي، د نړیوال  معاونیت پلاوي موسسه د پوهنې، اړتیاوو ارزونې، د لومړنیو ودانیزو توکو او د روغتیايي کڅوړو د وېش او په بلخ ولایت کې د ۲ زره او ۷۸۹ تنو لپاره د ټولګیو په جوړولو کې په برخو کې یو سل او ۱۱۵ زره او ۲۳۶ ډالره.

 د ټولنیزې پراختیا نوې لار موسسه په بغلان او کندز ولایتونو کې د ۱۲۰۰ کورنیو ته د خوراکی او غیر خوراکي توکو د وېش لپاره ۸۶ زره ۳۳۸ ډالره ځانګړي کړي دي. د ګلوبل ټولنې د علمي څیړنو او ودې موسسه په کابل، بغلان او کندز ولایتونو کې د ۴۶۰ کورنیو ته د خوراکی توکو د مرستو په وېش لپاره  ۷۸ زره او ۶۷۸ ډالره لګوی.

په همدې ډول د افغانستان د پراختیا او بیارغونې د همغږۍ موسسه په بادغیس ولایت کې د ۵ زره کورنیو لپاره د خوراکي توکو د وېش په برخه کې ۲۳ زره او ۲۸۰ ډالر او د افغانستان د تلپاتې موخو او د افغانانو لپاره د ښوونیزو، بشري او روغتیايي پراختیايي پرمختګونو موسسې هلمند ولایت کې ۱۶۰ کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش په برخه کې ۲۳زره او ۲۸۰ ډالره لګوي.

دغه هوکړه ليکونه د وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د پورته بنسټونو د استازو له خوا لاسليک شول.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۳۱
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ترمنځ ناسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ د همکارۍ او د کډوالو ستونزو حل په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له استازی سره ناسته وشوه.
په دغې ناسته کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۱:۴۷
Background image

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د لويې پکتیا د جهادي څېرې او قومي مخور حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په ملتیا له ځینو قومي مشرانو سره وکتل.

دغو قومي مخورو او مشرانو د ولس د ستونزو په حل کې، د اسلامي امارت هڅو ته په اشارې سره وویل، چې د راستنو شویو د غوښتنو او وړاندېزونو پر بنسټ ګڼو اړمنو کورنیو ته د خوارکي او سرپنا په برخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۳۵
Background image

په کابل ښار کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو


د روانې میاشتې په ۳۰مه، په کابل ښار کې ۳زره راستنو شویو، بېځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو وېش پیل شو.
د دغو مرستو لومړی پړاو ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو ته، چې د مهاجرینو چارو. . .

بېرته خبرونه ته