د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د نورستان له والي قاري زین‌ العابدین عابد سره وکتل.

anwari_morr
Sat, Nov 08 2025 9:20 AM
_

 په دې ناسته کې چې په نورستان کې د راستنو شویو د وضعیت په اړه خبرې وشوې، ښاغلي زین العابدین عابد د کډوالو چارو له محترم وزیر څخه د نورستان د کډوالو او راستنو شویو وړاندیزونو ته د رسېدنې غوښتنه وکړه. د نورستان والي وویل، چې په یاد ولایت کې له کډوالو سره د اسلامي امارت او ځینو نورو ادارو لخوا مرستې شوې او د راتلونکي ژمي په اوږدو کې د لانور مرستو په موخه یې خپل وړانديزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر د راستو شویو او کورني بېځایه شویو ستونزې ته په اشارې وویل، چې اسلامي امارت دغو برخو ته کافي مالي امکانات په نظر کې نیولي دي او زیاته یې کړه، چې د ژمي تر رسېدو وړاندې به د اړمنو لاس نیوی وشي.
محترم وزیر یادونه وکړه، چې د نورستان د کډوالو وړانديزونه به په خپل کاري پلان کې شامل او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

Latest news

BACK TO NEWS