ننګرهار کې ( ٥٠٢) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته و شوه
داکتېد او( CWS) موسسې له لورې د ننګرهار ولايت د مهاجرینو اوراستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ(٥٠٢) اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د ننګرهار د مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه اداروسره په ګډه همغږۍ جلال اباد ښاراو ولسواليو کې سروې او د مرستولپاره مستحقې ګڼل شوې وې د وري په (٢)مه
(١٥٢) کورنيوهرې کورنۍ ته(١٦٠٠٠)افغانۍ او (٣٥٠)کورنيو هرې کورنۍ ته (٨٠٠٠)افغانۍ نغدې ووېشل شوې.
ددغه مرستو دوېش پرمهال د ننګرهار د مهاجرینو رییس اکرام الدین مفتون وويل، موږ د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه په دې هڅوکې یو چې د مرکز جلال اباد په شمول لرې پرتو ولسوالیو ته هم رسیدګي وکړو،ترڅو اړمنې اومستحقې کورنې سروې اود مرستولپاره په نښه او ورسره بېلابېلې مرستې ترسره کړو.