د وزارت مسلکي مرستیال د بلخ ولایت د مهاجرینو له ریاست څخه لیدنه وکړه

sadam_morr
Sun, Apr 21 2024 10:39 AM
-

د مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د غوایي لومړۍ نیټه بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له رییس او کارکوونکو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې ښاغلي راشد د خپل سفر موخه د هغو کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې چې له پاکستان څخه په جبري توګه په دغه ولایت کې راستانه شوي، د لازیات پوهاوي او د حل لارې چارې وبلله.

د مسلکي چارو مرستیال د ټولو کارکوونکو د کار ستاینه څرګنده کړه او هغوی یې وهڅول چې د مهاجرینو لپاره لا زیات خدمت وکړي.

د بلخ ولایت د مهاجرینو چارو رییس مولوي اسدالله وفا دغه ولایت ته د ښاغلي راشد د سفر ستاینه وکړه او په بلخ کې یې د مهاجرینو د کړنو، فعالیتونو، کار او ستونزو په اړه خبرې وکړې.

هغه وويل: زرګونه هغهکورنۍ چې له پاکستان څخه په زوره راستنې شوې دي، د والي په مشرۍ او د ټولو ملکي او نظامي ادارو په ګډه همکارۍ ورته د قدر وړ خدمتونه وړاندې شوي دي.

ښاغلي وفا مسلکي مرستیال ته په راتلونکي کې د اړوندو دولتي ادارو د همغږۍ په برخه کې د مهاجرینو چارو ریاست د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

BACK TO NEWS