د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې دپلاوي رييس: په داسې حالاتوکې د افغانستان له خلکو سره مرسته او همکاري پر ټولو مسلمانانو فرض ده.

anwari_morr
Thu, Nov 30 2023 8:46 PM
-

دغه څرګندونې د اسلامي نړۍ د عالمانو ټولنې د پلاوي رييس ښاغلي شيخ ډاکټر علي قرداغي د کابل نړۍ وال هوايي ډګر ته د ننوتلو پر مهال د مهاجرينو چارو  له سرپرست وزير الحاج خليل الرحمن حقاني او د اسلامي امارت د يو شمېر نورو ادارو له مسؤلينو سره په لنډو خبرو کې وکړې.
قرداغي زياته کړه، چې په کابل کې يې ښه تود هرکلى وشو او ددې برخلاف هغه وضعيت او شرايط يې مشاهده کړل د کومو په اړه چې په خارج کې خبرې کېږي.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د میلیونونو راستنېدونکو، بېځایه شوو او زلزله ځپلو خلکو ته په پام سره چې بې کوره او اړمن دي، د دغه هېواد له خلکو سره مرسته او همکاري پر نورو مسلمانانو فرض ده.
دوکتور قرداغي د خپلو همکاریو او مرستو د ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل، چې په همکارۍ، ښه نيت او یووالي سره به د افغانستان ټولې ستونزې حل شي او موږ په دې برخه کې همکاريو.
د مهاجرينو  چارو وزارت سرپرست له راستنېدونکو، بېځايه شوواو له زلزله ځپلو سره د هېوادونو، مؤسسواو بنسټونو د همکاريو او قدردانۍ ترڅنګ وويل چې د ژمي په رارسېدو سره د سلګونو زرو اجباري راستنېدونکو سربېره په ميليونونو بېځايه شوي اود زلزلې له امله زرګونه نورې زیانمنې شوې کورنۍ سرپناه، د څښاک پاکو اوبو،ژمنۍ البسې او خوراکي توکو ته اړتیا لري او له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو او بنسټونو څخه هیله کوو چې د یاد وزارت له لارې د یادو کورنیو د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته او همکاري وکړي او د ياد پلاوي څخه هيله لرو چې په هېواد کې موجوده حقايق او زموږ غوښتنې د خپل ځان له لارې نړۍ ته ورسوي.
حقاني زياته کړه،چې اسلامي امارت مؤسسو ته لازم امنيتي شريط او د فعاليت زمينه برابروي او په مرستو کې د شفافيت او حساب ورکولو په اړه  هغوی ته ډاډ ورکوي.
د مهاجرينو چارو وزارت د مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي په خبره ياد پلاوی د اسلامي امارت د يوشمېرو چارواکو او د زلزله ځپلو، بېځايه شوو او اجباري راستنېدونکو د وضعيت د څېړلو په موخه کابل ته سفر کړی و.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

BACK TO NEWS