د مهاجرينو چارو وزارت مرستيال قندهار ته ولاړ

sadam_morr
Sun, Nov 13 2022 11:37 AM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټی د لړم په (۲۱) مه قندهارته په يو رسمي سفر ولاړ.

د ښاغلي خروټي د سفر موخه ، د بېځايه شوو د وضعيت څېړنه، د مهاجرينو د ښار ګوټو څخه ليدنه،د سپين بولد د لارې ليدل، د راستنېدونکو د وضعيت څېړنه او د همکارو مرستندويه بنسټونو د استازو سره ليدنه وه.

هغه همدارنګه  د قندهار ولايت د مهاجرينو رياست څخه ليدنه وکړه.

د قندهار ولايت د مهاجرينو چارو رئيس مولوي محمد يعقوب جار الله په دغه رياست کې د شته ستونزو او ننګونو يادونه وکړه او ښاغلی خروټي د هغه ستونزې واورېدې او د چارو د لا ښه والي په اړه يې ورته لازمې لار ښوونې وکړې.

Latest news

BACK TO NEWS