په کابل او ولایتونو کې سروی او مرستې باید د وزارت سره په همغږۍترسره او لا هم پراخه شي

sadam_morr
Thu, Oct 07 2021 3:44 PM
___________

1400کال، تلې 15مه، کابل: افغانستان

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد ارسلا خروټي نن په کابل او ولایتونو کې د ملي او نړیوالو مرستندويه سازمانونو له استازو سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې ښاغلي خروټي وويل: د مرستو سروې او ویش بايد د کډوالو وزارت او ددې وزارت اړوندو رياستونو سره په همغږۍ ترسره او تنظيم شي.

هغه زیاته کړه، اوس مهال د الله (ج) په فضل په ټول هېواد کې امن دی او د ټولو بې ځايه شويو کډوالو سروی او د مرستو وېشلو لړۍ بايد په شفاف ډول ترسره شي.

هغه له ټولو مرستندويه ادارو وغوښتل, چې د ژمي سړې هوا تر رارسېدو وړاندې ټولو اړمنو او بې ځايه شويو کورنيو ته مرستې ورسوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالې او اداري مرستیال د ټولو راغلو موسسو استازو ستونزې واورېدې او ډاډ يې ورکړ، چې د دوی ستونزو به ژر تر ژره حل شي.

هغه وويل: يو کميسيون به رامنځته کړي, ترڅو له ټولو موسساتو سره قراردونه وڅېړې او ستونزو ته يې په وخت رسيده ګي وشي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS