د کډوالو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال لوګر ولایت ته سفر وکړ

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الرحمن فاني لوګر ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت د کډوالو چارو آمریت څخه یې لیدنه وکړه.
محترم فاني د کډوالو چارو امر مولوي محمد مسعود اخندزاده او د دې آمریت کارکوونکو سره په کتنه کې د راستنېدونکو، بې ځایه شوو کسانو د ستونزو، اقتصادي ملاتړ او په بېلابېلو برخو کې د خدمتونو د وړاندې کولو او د حل لارو په اړه خبرې وکړې.
د وزارت مالي او اداري معین د دې آمریت کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له مراجعینو سره ښه چلند وکړي، له غفلت څخه ډډه وکړي او د مرستو د وېش په بهیر کې روڼتیا، صداقت او همغږي وساتي.