د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د کوچني اختر د لمانځه مراسم ترسره شول

sadam_morr
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۰ - ۱۸:۲۲
_
په دې مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، محترم مولوي عبدالکبیر په ګډون د کابینې یو شمېر غړو، امارتي مسوولینو او په کابل کې مېشتو دیپلوماتانو ګډون کړی و.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او ویې ویل چې کوچنی اختر د مسلمانانو لپاره د خوښۍ، یووالي او ثواب ځانګړې ورځ ده. هغه د افغان ولس د سولې، سوکالۍ او اقتصادي پیاوړتیا د دوام هیله څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې د اسلامي امارت موخه دا ده چې هېواد د تلپاتې ثبات او پرمختګ لور ته بوځي.
نوموړي د م جاهدینو قربانۍ وستایلې او وویل چې د اسلامي نظام د بریا تر شا د ش هیدانو وینې دي، نو ټول افغانان مسؤولیت لري چې د هغوی ارمانونه پوره کړي. هغه پر ولس غږ وکړ چې د اختر په مبارکو ورځو کې د غریبانو او اړمنو کورنیو پوښتنه وکړي، له هغوی سره مرسته وکړي او خپله خوښۍ ورسره شریکې کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې وویل چې اسلامي امارت د اقتصادي ودې او د پانګوالو د جذب لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي او د کانونو استخراج، د برېښنا بندونو، د لویو لارو جوړولو، د قوش تېپې کانال سترې پروژې پیل شوې دي او ډېر ژر به د افغانستان د رېل پټلۍ هم پراختیا ومومي چې د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته به لاره هواره کړي چې کورني او بهرني پانګوال کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
هغه وویل چې اوس مهال په هېواد کې سرتاسري امنیت تامین دی، فساد له منځه تللی، نشه‌یي توکي منع شوي، او صنعتي ښارګوټي فعال شوي دي. ا..ا د سیمې له هېوادونو سره اقتصادي او سوداګریزو همکاریو ته ژمن دی او د سیمه‌ییزو پروژو ملاتړ کوي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر له هغو هېوادونو مننه وکړه چې د افغان کډوالو کوربه‌توب یې کړی دی او هیله یې څرګنده کړه چې دغه هېوادونه به لا هم له زغم او صبر څخه کار واخلي او هلته میشت افغانانو ته وخت ورکړي څو په دواطلب ډول خپل هېواد ته را وګرځي.
نوموړي د فلس طین پر مظلوم ولس د یرغلګرو اسراییلي ځواکونو بریدونه وغندل او له نړیوالو یې وغوښتل چې د غزې د مسلمانانو ملاتړ وکړي.
محترم مولوي عبدالکبیر په پای کې د افغانستان ټول غیور ولس ته د کوچني اختر مبارکي وویله او د هېواد د تلپاتې سولې، ثبات او سوکالۍ دعا یې وکړه.

تازه ترین خبر

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۳
Background image

تفاهم ‌نامه های همکاری به هدف تقویت برنامه ‌های مشترک در وزارت امور مهاجرین امضا شد

به ارزش ۲۵ میلیون و ۴۵۹ هزار و ۸۱۲ افغانی دو تفاهم ‌نامه به هدف همکاری در راستای بهبود خدمات و هماهنگی بهتر برای برگشت کننده گان و بیجاشده گان میان موسسات اداره باز سازی دهات افغانستان،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۱
Background image

معین وزارت امور مهاجرین بر ایجاد فضای کاری عاری از حسد و کینه در اداره تأکید کرد

محترم شیخ کلیم الرحمن فانی معین مالی و اداری وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان در سخنان خویش پیرامون اهمیت همدلی، دوری از حسد و کینه و تقویت روحیه همکاری در محیط کاری سخنرانی کرد.
محت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

دو تفاهم نامه همکاری در وزارت امور مهاجرین به امضا رسید

دو تفاهم ‌نامه همکاری به هدف گسترش همکاری و تقویت فعالیت ‌های مشترک میان موسسات هاجر افغانستان دافغانستان پیاورتیا او اقلیم د نوشت و وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان به امضا رسید.
ای. . .

بازگشت به خبر