ایراني پلاوي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزير سره ولیدل

sadam_morr
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۰:۲۹
-
د ایران هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال او د افغان بندیانو د انتقال کمېټې مشر ښاغلي عسکر جلالیان په مشرۍ ددغه هېواد پلاوي د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو له وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني سره دده د کار په دفتر کې ولیدل.
په دغه ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد، په ایران کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني، د زندانونو چارو مسول حاجي مستري، د بهرنیو چارو وزارت او د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست استازو هم ګډون درلوده.
په یاده ناسته کې په یران کې د مهاجرينو په ستونزو، د جبري ویستلو په مخنیوي، د بندیانو انتقال، له مهاجرينو سره ښه چلند، د ناقانونه مهاجرت په مخنیوي، د ګډ ميکانيزم رامنځته کولو او په دغه هېواد کې د اتشو په ستونزو خبرې وشوې.
ښاغلي جلالیان په خپلو خبرو کې وویل: ایران د افغانانو ترڅنګ د نورو هېوادونو د مهاجرینو هم کوربه دی او ددغه هېواد حکومت پریکړه کړې، چې ټول قانوني او غیر قانوني مهاجرین تنظیم کړي. په دې برخه کې د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې په موخه که د مهاجرینو په اړه هره طرحه، وړاندیز او مشوره لرئ، مونږ ته یې راوليږئ.
د مهاجرینو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د ایران له اوږده کوربتوب مننه وکړه او د لا زیات زغم تمه یې څرګنده کړه.
ښاغلي حقاني وویل: د مهاجرینو په اړه یو اړخیزه پریکړه بې ګټې ده او د مهاجرینو حقوقو ته زیان اړوي له همدې امله باید یوه ګډه کمیټه او ګډ میکانیزم جوړ شي، تر څو مهاجرین له خپلو حقوقو برخمن او د راستنېدنې په پروسه کې اسانتیاوې رامنځته شي.
ښاغلي حقاني له ایران هېواد څخه وغوښتل، چې له غیر قانوني کډوالو سره هم له زغم څخه کار واخلي او ناوړه چلند ورسره ونکړي.
په ناسته کې دواړو لوریو په ګډه همکارۍ او د همغږۍ لا زیاتولو په موخه په مسلسلو ناستو ټینګار وکړ.

تازه ترین خبر

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان با معاون والی ولایت پکتیا، دیدار کرد

محترم مولوی عبدالکبیر وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان، با مولوی انعام‌الله صلاح‌الدین معاون والی ولایت پکتیا، در دفتر کارش دیدار کرد.
در این دیدار که در مورد به وضعیت برگشت‌کنندگان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

دو تفاهم نامه در وزارت امور مهاجرین به امضاء رسید

وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان دو تفاهم نامه همکاری را با موسسات احیای مجدد انصاری برای افغانستان و د کلیو او پرمختایی پروگرام امضا نمود.
این تفاهم نامه ها به ارزش یک میلیون و 23. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

سه تفاهم نامه به ارزش نزدیک به 3 میلیون دالر، در وزارت امور مهاجرین به امضاء رسید

سه تفاهم نامه های همکاری با موسسات انکشافی و اجتماعی رازی، بشری صلح سازان افغان، دوستی مردم فرانسه با افغان ها و وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان به ارزش 2 میلیون و 898 هزار و 947. . .

بازگشت به خبر