غور ولايت کې له سلو کورنيو سره مرسته وشوه
په غور ولایت کې د سېلابونو له امله ۱۰۰ زیانمنو شویو کورنیو ته د غبرګولي په ۱۹مه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
دغه کورنۍ چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو ادارې له خوا په شهرک ولسوالۍ کې اړمنې پېژندل شوې وې، هرې يوې ته د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري د ۱۰۰ خیمو او ۴۰۰ کمپلو مرسته ورسره وشوه.
د يو بل خبر له مخې، په غور ولايت کې د RSDO موسسې له لوري ٧٥ بېځايه شويو او راستنو شویو کورنيو ته د شاتو مچيو د ساتنې صندوقونه او وسايل ووېشل شول.