بلخ کې له پاکستان څخه اجباري راستنېدونکو سره د کام اير هوايي شرکت له لوري ۵ ميليونه افغانۍ مرسته وشوه
د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو رياست په دغه ولايت کې له پاکستان څخه اجباري راستنېدونکو سره د کام اير هوايي شرکت له لوري د لړم په ۲۱ مه د ۵ ميليونه افغانيو د ورکړې خبر ورکړ.
د بلخ ولايت د مهاجرينو چارو د رئيس په خبره يادې پيسې د شرکت مسؤول د بلخ ولايت د بېړنيو حالاتو کمېټې ته سپارلې دي.
دکام اير شرکت د مسؤولينو په خبره په دغه ولايت کې ټول سوادګر دې ته چمتو دي، چې د هېواد له اړمنو خلکو سره د ژمنيو او خوراکي توکو د وېش په برخه کې مرستې ترسره کړي.