کندز کې ۲۴ کورنيو ته شېدې لرونکې غواګانې ورکړل شوې
د ګندز ولايت په دشتي ارچي ولسوالۍ کې ۲۴ راستنېدونکو کورنيو ته د تلې په ۱۹مه شېدې لرونکې غواګانې ورکړل شوې.
د کندز ولايت د مهاجرينوچارو د رئيس په خبره يادې کورنۍ چې مخکې د ګډو ټيمونو له لوري د ژوند تېرولو برنامې ترعنوان لاندې سروې شوې وې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مالي مرسته د مهاجرينو چارو رياست تر څارنې لاندې هرې کورنۍ ته يوه يوه شېدې لرونکې غوا د خوراکي توکو سره ورکړل شوې.
په پام کې ده، چې په راتلونکې اوونۍ کې هم لسګونو کورنيو ته شېدې لرونکې غواګانې ووېشل شي.