د مهاجرینو چارو وزارت اونیزه نوبتي ناسته ترسره شوه
د مالي او اداري مرستیال محمد ارسلاح خروټي په مشرۍ د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د رئیسانو او آمرینو ترمنځ اونیزه اداري ناسته وشوه
په دغه ناسته کې د تېرو پریکړو پر تعقیب، د ریاستونو او امریتونو په کړنو او فعالیتونو، ولایاتو کې د د داخلي بېځایه شوو په ستونزو د یونیسیار ادارې سره د ګډو همکاریو په چارو او نورو اړونده موضوعاتو خبرې وشوې
ښاغلي خروټي د ریاستونو ترمنځ په همغږئ او د کارونو په لا چټکتیا ټینګار وکړ او ټولو رئیسانو او آمرینو ته یې د تقوا، دیانتدارۍ او له ولس سره د ښه سلوک سپارښتنه وکړه
