د بلخ ولايت د مهاجرينو ښارګوټو تخنيکي ارزونه وشوه
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د (UNHCR) دفتر په مالي لګښت دتلې په (۱۷) مه او (۱۷) مه د بلخ ولايت د مهاجرينو ښارګوټو تخنيکي ارزونه وکړه.
د ياد پلاوي د معلوماتو پربنسټ بلخ ولايت کې مهاجرينو ته څلور ښاګورټي ځانګړي شوي، چې مساحت يې (۴۳۰۳) جريبه دی اود استوګنې لپاره پکې (۸۵۳۷) نمرې په نظر کې نيول شوي دي.
د سرچينې په خبره، په ښارګوټي کې د ځمکې اسناد، نقشه او تفصيلي پلان پلي شوی دی.
پلاوی زياتوي، چې د راتلونکي لپاره د ياد ولايت د ښارګوټو لپاره لومړيتوب ورکوي ، په دې اړه يې هر اړخيز معلومات راټول کړي او کاري فرصتونه،ستونزې او اړتياوې يې په ګوته کړي.