د مهاجرینو چارو وزیر د شینوارو او مومندو قومونو له مشرانو سره ولیدل

sadam_morr
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۴ - ۸:۱۰
-----
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د شینوارو او مومندو قومونو له مشرانو او علماو سره په غني خیلو ولسوالۍ کې ولیدل
ښاغلي حقاني په پیل کې د ننګرهار ولایت شهیدانو ته فاتحه وکړه او ددغه قومونو ستونزې یې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې ددوی ستونزو ته به رسیدګي وکړي
نوموړي د خپلې وینا پرمهال وویل ډیموکراسي د افغانستان لپاره یوه ناوړه پدیده وه، چې له بهره راوارده شوه او مونږ ته یې بې شمېره کونډې، یتیمان او بې وزلي په میراث پرېښوده
نوموړي زیاته کړه، مونږ او تاسو باید خپلمنځي ټولې شخړې د اصلاح او جرګې له لارې حل کړو "ا.ا. پرېږدئ، چې د پرمختګ او بیا رغونې کارونه وکړي تاسو خپلې شخړې پخپله په مشرانو او سپین ګیرو حل کړئ "
حقاني وویل: ا. ا. به هیڅکله د شهیدانو په وینو او ارمانونو معامله ونکړي او مونږ به خامخا د شهیدانو د کونډو، یتیمانو او حتی د تېرې ادارې د وژل شوو د یتیمانو هم لاسنیوی کوو
د شینوارو او مومندو مشرانو د حقاني صیب په ورتګ باندې خوښي څرګنده کړه او له نوموړي یې مننه وکړه، چې سره له ډېرو بوختیاو یې ددوی له نږدې پوښتنه وکړه او ددوی ستونزې یې واورېدې

تازه ترین خبر

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۴:۴۶
Background image

وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان با معاون والی ولایت پکتیا، دیدار کرد

محترم مولوی عبدالکبیر وزیر امور مهاجرین و عودت کننده گان، با مولوی انعام‌الله صلاح‌الدین معاون والی ولایت پکتیا، در دفتر کارش دیدار کرد.
در این دیدار که در مورد به وضعیت برگشت‌کنندگان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۳:۴۶
Background image

دو تفاهم نامه در وزارت امور مهاجرین به امضاء رسید

وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان دو تفاهم نامه همکاری را با موسسات احیای مجدد انصاری برای افغانستان و د کلیو او پرمختایی پروگرام امضا نمود.
این تفاهم نامه ها به ارزش یک میلیون و 23. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۲۴
Background image

سه تفاهم نامه به ارزش نزدیک به 3 میلیون دالر، در وزارت امور مهاجرین به امضاء رسید

سه تفاهم نامه های همکاری با موسسات انکشافی و اجتماعی رازی، بشری صلح سازان افغان، دوستی مردم فرانسه با افغان ها و وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان به ارزش 2 میلیون و 898 هزار و 947. . .

بازگشت به خبر