ننګرهار کې(٢٧٨) بېځایه شو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ( UNHCR) په مالي لګښت د (WAW)موسسې له لورې د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست په همګارۍ(٢٧٨) راستنېدونکو، داخلي بېځايه شوو او اړمو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د ننګرهار د مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ په مرکز جلال اباد او بېلابېلو ولسوالیو کې سروې او دمرستو لپاره مستحقې پېژندل شوې وې د سلواغې په (١٠) مه هرې کورنۍ ته (٢٦٥) ډالره ووېشل شول.
د ننګرهار د مهاجرینو رییس اکرام الدين مفتون په وینا چې پدې هڅو کې یو پخوانيو بېځايه شوو کورنيو سره بېلابېلې مرستې ترسره او د تازه راستنېدونکو کډوالو کورنيو لپاره پلان برابر شوی چې د جلال اباد ښار په شمول په ټولو ولسواليو کې اړمنې او مستحقې کورنۍ سروې اوپه نښه او ورسره لازمې مرستې تر سره شي.