دمیلک له لارې(١٢٦٧) افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
ـــــــ
دنیمروز ولایت دمهاجرینو او راستنېدونکو چارو امریت دمعلوماتو پربنسټ دمرغومي په (٩)مه دنیمروز ولایت دمیلک له لارې (١٢٦٧) نارینه اوښځینه افغان مهاجرین هېواد ته راستانه شوي دي.
د ویلو ده چې هغه کورنۍ چې ډېرې بېوزله او دمرستو مستحقې وې له ډلې یې(٢٢) کورنۍ،چې (٤٤) نارینه او(٤٧) ښځينه وې دمرستو په موخه دکډوالۍ نړیوال سازمان (IOM)ته ورو وپېژندل شوې،چې هرې کورنۍ ته به خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شي.
همدارنګه(٥٧٩)مجردین چې بېوزله اومستحق پېژندل شوي دمرستو دوېش په موخه دکډوالۍ نړویوال سازمان ته ولېږل شول.
دویلو ده چې دیادو کسانو له ډلې (٨٣٥) تنه په جبري توګه راویستل شوي اوپاتې نور په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.