دکونړولایت څوکى ولسوالى دديوګل درىڅخه ۳۶۹ بى ځايه شووکورنيووسره مرسته وشوه٠
دمهاجرينو رياست لخوا د AMI موسسى په مالى مرسته د څوکى ولسوالى ديوه ګل درى څخه د نا امنيو له امله راکډه شوو کورنيو سره چى د څوکى ولسوالي امنيتى ساحو ته راکډه شوى دى ، دوری دمیاشتی په 18 نیته، نغدى پيسودتوزیع لړی پیل شوه چی هر فامیل ته 18000افغانی ورکول کیږی چی راتلونکو څو ورځو کی به نهایی شی.
له دی مخکی 334 کورنیو ته دنغدو پیسو کومک دAMI موسسی لخواورکړل شوی دی.
دیوبل رپوت له مخی دوری په 18 نیته دکونړ ولایت دمهاجرینو ریاست لخوا دIMCموسسی په مالی مرسته د147مختلفوکورنیو ته چی دناامنیو څخه مرکزاو د ولسوالیوامنیتی ساحوته راکډه شوی وو NFI کیټونه ورته توزیع شول.