کندهار په ولایت کی د کرونا ویروس خپریدو د مخنیوي په موخه د عاجلو پيښو لپاره د چمتوالي کمیټه جوړه شوه

anwari_morr

د یکشنبې په ورځ د کندهاروالي حیات الله حیات په مشري د کرونا ویروس د خپریدو د مخنيوي په موخه د عاجلو پيښو لپاره د چمتوالي کمیټه د سکتوري ریاست په مشري جوړه شوه، چې دکډوالو چارو درییس په ګډون یې یو شمیر نوري اداري هم غړیتوب لري.
د کمیتي د جوړیدو پر مهال کندهاروالي حیات الله حیات وویل، د جمهوررئيس محمد اشرف غني په هدايت يې نن یاد اقدام ترسره کړ، تر څو د بیړنیو حالاتو پر مهال د ښار او ولسوالیو په کچه عاجلو پيښو ته بشپړ چمتووالي موجود وي او په خبره يې دا کمیټه باید سبا ته د ښار او ولسوالیو په کچه د بیړنیو حالاتو لپاره واضح تګلاره او پلان جوړ او د ولایت مقام سره يې شریک کړي، تر څو د شته امکاناتو له مخي بیړنیو حالاتو ته خپل چمتوالي ولرو.
کندهاروالي زیاته کړه، کرونا ویروس سره هم مهاله د بې کاري کچه هم لوړیږي، چي په یاده برخه کي هم باید تدابیر موجود وي، ترڅو د اړمنو کسانو سره پر وخت مرستي ترسره شي او په یاده برخه کي یې کمیټې ته دنده وسپارل، چي یاد پلان باید د دریو میاشتنو لپاره ډیزاین او جوړ سي.
د کډوالو چارو رییس دوست محمد نایاب هم د کرونا وایرس له امله په راتلونکې کې د اضطراري حالاتو په هکله خپل مالومات وړاندي کړل او په خپله برخه کې یې د شته امکاناتو په هکله کمیټي ته ډاډ ورکړ.
وروسته په غونډه کي یو شمیر سکتوري رئیسانو خپل د شته امکاناتو اړوند معلومات شریک کړل او په ځینو برخو کي یې خپل نظریات وړاندي کړل او د غونډي په وروستیو کي د ګډ کار په کولو او ښې همږغۍ له مخي چارو ته پر رسیدو ټینګار وشو.