کاپيسا کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د کډوالو او او راستنېدونکو چارو وزارت له لورې د کاپيسا ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د تېرې دوشنبې په ورځ د تلې په لومړۍ نېټه هرې، کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.