کندز کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشو

sadam_morr

د ماشوم ساتنې نړيوالې ادارې له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۷۵ بېځايه شوو کورنيوسره د کار دوسايلو مرسته وشوه.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د امام صاحب ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دتېرې پنجشنبې په ورځ د تلې په ۱۱مه هرې کورنۍ ته د ۲۲ زره افغانيو په ارزښت د  کوچنۍ سودګرۍ په موخه د کار وسايل  ورکړل شو.