غورکې ۱۵۲بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه
د يو شمېر نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې د غور ولايت د کډوالو چارو آمريت په همکارۍ له ۱۵۲ بېځايه شوو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د جام او غوک سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډوه شوې وې د تېرې سه شنبې په ورځ د زمري په ۲۹ مه هرې کورنۍ سره ۱۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ترسره شوه.