د کډوالو چارو وزارت د سلګونو زرو ډالرو په ارزښت د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک کړ
کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت او د مهاجرینو لپاره د ناروې هیات موسسې ترمنځ د ۹ سوه ۶۹ زره او ۴۵۳ ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې به یاد بنسټ دغه پیسې په بادغیس ولایت کې د سرپناه د جوړولو او ترمیم په موخه به یې اړمنو ته په نغدي ډول په مصرف ورسوي، چې له دې څخه به ۴۳۶ راستنې شوې، بې ځایه شوې او اړمنې کورنۍ به ګټې واخلي.
