د ننګرهار په ولایت کې د پروژو د زیاتوالي او مالي مرستو د جذبولو په موخه غونډه جوړه شوه

anwari_morr
-
د غبرګولي میاشتې په ۷ مه نیټه د ننګرهار په ولایت کې د پروژو د زیاتوالي او مالي مرستو د جذبولو په موخه د یو شمېر دولتي ادارو او نړیوالو همکارو بنسټونو د استازو په ګډون غونډه جوړه شوه.
د کډوالو او راستنېدونکو رییس په ننګرهار ولایت د راستنېدونکو مهاجرینو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړل او په بېلابېلو برخو کې د پراختیایي او بشري پروژو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.
د ملګرو ملتونو د همکارو بنسټونو استازو د ننګرهار د کډوالو رییس ته په بېلابېلو برخو کې د پروژو د زیاتوالي او د مرستو د جذبولو په اړه ډاډ ورکړ.