په پکتیکا ولایت کې له ۲۰۰ زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
د غوایي میاشتې په ۲۳ مه نیټه په پکتیکا ولایت کې د پاکستان له لوري ۲۲۷ جبري راستنو شویو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ په یوسف خیل، زرغون شهر، جاني خیل، یحییٰ خیل، سروبي، زیړوک، ګومل، سرروضې ولسوالیو او د دغه ولایت په مرکز کې له دې وړاندې اړمنې پېژندل شوې وې، چې د وزارت د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ته د پخلنځي یو سیټ لوښي، ۳ دانې کمپلې، ۲ دانې ترپالونه او ۲ دانې د اوبو بوشکې پرې ووېشل شوې.