په تخار ولایت کې ۲۱۴ کورنیو غیر خوراکي توکي تر لاسه کړل

sadam_morr
د غوایي میاشتې په ۲۲ مه نیټه په تخار ولایت کې ۲۱۴ بې ځایه شوو او اړمنو کورنیو د غیر خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې.
یادې کورنۍ، چې له دې وړاندې د کډوالو ریاست له لوري اړمنې پېژندل شوې وې د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ته د پخلنځي د وسایلو یوه بسته ، ۲ تختې کمپل، ۲ تختې ترپال او ۲ د اوبو بشکې ورته توزیع شوې.