په دایکندي ولایت کې د TLO موسسې له مشر سره غونډه وشوه

sadam_morr
د غوایي میاشتې په ۲۱مه نېټه د دایکندي ولایت د کډوالو آمریت او د TLO موسسې ترمنځ غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو کورنیو ستونزو ته د رسیدګۍ او د مرستو پر عادلانه وېش خبرې وشوې. د TLO مسوول وویل، د مهاجرینو لپاره باید بنسټیز کارونه، لکه: سرپناه او مسلکي زده‌کړې ترسره شي، ترڅو دوی په راتلونکي کې خپلواک او سوکاله ژوند ولري. په دې غونډه کې د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو د ستونزو د حل لپاره وړاندیزونه هم وړاندې شول.