په کندوز ولایت کې جبري راستنېدونکو ته لنډ مهاله میشت غالی جوړ شو

sadam_morr
-
نن سه شنبه د غوایي میاشتې په ۱۶ مه نیټه په کندوز ولایت کې د جبري راستنېدونکو کورنیو لپاره، چې سرپناه نه لري د لنډ مهاله میشت غالي د جوړولو چارې پیل شوې. دا فعالیت کندوز ولایت مقام تر مشرۍ لاندې او دیاد ولایت د کډوالو ریاست په همغږۍ او د اړوندو ادارو لکه: د ښار جوړولو، ټولګټو، سرې میاشتې ریاستونو او د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې کمېټې په همکارۍ ترسره کیږي.