په ایران کې د کډوالو د اتشې سرپرست د یوناما د اړیکو له رییس او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ د ملاتړي څانګې له رییسې سره وکتل

sadam_morr

د ایران په پلازمینه تهران کې د افغان کډوالو د اتشې سرپرست د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د اړیکو له رییس ښاغلي بوجیدار دیمیتروف او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ د ملاتړي څانګې له رییسې اغلې کریستینا سره سره وکتل.
په دې غونډه کې، چې د افغانستان د سفارت د سیاسي څانګې مسوول هم حضور درلود، د بېرته ستنېدونکو کسانو لپاره د مرستو په کڅوړو کې د کمښت، د سرشمارۍ پاڼو لرونکو کسانو لپاره د سفارت له لوري د اړینو اسنادو د صادرولو، د سرشماري پاڼو د تمدید یا آمایش کارت ته د بدلولو په لارو چارو د درې اړخیزې غونډو د جوړولو او د مهاجرینو د ستونزو د ارزونې په اړه بحث وشو.  
ښاغلي بوجیدار په افغانستان کې د خپل پخواني کاري تجربه یادونه وکړه او په ایران کې د افغان مهاجرینو سره د همکارۍ ژمنه یې وکړه.  
اغلې کریستینا د کمېشنرۍ د بودجې د کمښت او د بسپنه ورکوونکو له لوري د ملاتړ د نشتوالي خبره وکړه او ویې ویل، که چېرې بسپنه ورکوونکي د بودجې د زیاتوالي ملاتړ وکړي، نو په ایران کې به د افغان مهاجرینو لپاره مرستې خامخا زیاتې شي.  
د افغانستان د سفارت د سیاسي څانګې مسوول نعمت الله اسحاق‌زي د کمېشنرۍ، یوناما او همدارنګه د ایران د خلکو او دولت له لوري د څلورو لسیزو راهیسې د مهاجرینو د کوربتوب له امله مننه وکړه او ویې ویل: د افغانستان سفارت په ایران کې د اسلامي امارت په استازیتوب او د کمېشنرۍ او نورو نړیوالو همکارو بنسټونو د هڅو څخه، چې د مهاجرینو د قانوني کولو په برخه کې یې هلې ځلې کړې، مننه او قدر داني کوي.  
د کډوالو د اتشې سرپرست عبدالباسط امامي د کمېشنرۍ او د ایران د دولت له لوري د سرشماري پاڼو لرونکو کسانو ته د بشري خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی د تمدید په برخه کې د همکارۍ له امله مننه وکړه او له کمېشنرۍ یې وغوښتل، چې د هغو کورنیو د جبري ایستلو د مخنیوي لپاره همکاري وکړي، چې قانوني اسناد لري او ماشومان یې په زده‌کړو بوخت دي.