په سمنگان ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او مهاجرینو اړتیاوو ته د رسیدو غونډه ترسره شوه

sadam_morr
د وري میاشتې په ۲۵ مه نیټه په سمنگان ولایت کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او راستانه شوو کډوالو لومړنیو اړتیاوو ته د رسیدو په موخه یوه غونډه د اړوندو رییسانو او د موسسو د استازو په ګډون جوړه شوه.
په دې غونډه کې د سمنگان ولایت مقام د دفتر رییس له ګډونوالو وغوښتل، چې د مهاجرینو لپاره د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه همکاري او همغږي وکړي.
د غونډې ګډونوالو د چمتووالي او همکارۍ ژمنه وکړه.