په کابل کې نږدې له ۳ زرو کسانو سره مرستې وشوې
د وري میاشتې په ۱۹مه نیټه په کابل کې له ۲ زرو او ۹۷۱ کسانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
په یاد شویو کسانو کې هغه اړمن کسان شامل وو، چې مخکې د کابل د کډوالو ریاست له لوري پېژندل شوي و، چې د وزارت د همکارې موسسې له لوري هرې کورنۍ ته ۲ زره او ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه ورکړلی شوه.