له زرو زیات افغان ګډوال له پاکستان څخه هیواد ته راستانه شول

sadam_morr
_

د ننګرهار د مهاجرینو ریاست د راپور په اساس د وري میاشتې په ۱۶مه نېټه د تورخم له فرضي کرښې څخه  ۳۱۶ کورنۍ، چې شمېر یې ۱۵۸۹ تنو ته رسیږي، له پاکستان څخه د تورخم د فرضي کرښې له لارې هیواد ته راستنې شوې دي.
یادې شوې کورنۍ د لومړنیو اسانتیاوو د چمتو کیدو په وجه د اړوندو ادارو څخه خوښي څرګنده کړه  او غوښتل یې، چې د جبري شړلو مخه دې ونیول شي، تر څو په خپله خوښه هیواد ته راستانه شي.  
په همدې مهال د ننګرهار د مهاجرینو رییس حاجي بازمحمد عبدالرحمن، د ننګرهار مرستیال والي مولوي عزیزالله مصطفی او د اړوندو دولتي ادارو د استازو په ملتیا د تورخم په فرضي کرښه کې د بېرته راستنیدونکو بهیر یې له نږدې وکوت.
مرستیال والي د ادارو ترمنځ پرهمغږۍ، د موجودو بنسټونو پیاوړتیا او د اړوندومرستندویه ادارو له لوري پر چټکو مرستو ټینګار وکړ. همداراز وړاندیز وشو، چې یوه تخنیکي هیئت د وضعیت د دقیقې ارزونې او لا اغېزمنو اقداماتو لپاره تورخم ته سفر وکړي.
د ننګرهار د کډوالو رئیس ډاډ ورکړ، چې بېرته راستنو شویو کسانو ته به د لومړنیو او اساسي اړتیاوو ترڅنګ په نورو برخو کې هم رسېدنه وشي.