د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د کوچني اختر په دویمه ورځ له ګڼو امارتي مسوولینو، قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل.

sadam_morr
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۱ - ۲۰:۱۸
_
په دې ناسته کې راغلو مېلمنو محترم مولوي عبدالکبیر ته د کوچني اختر مبارکي وویله او د اسلامي امارت له مسوولینو یې مننه وکړه چې د هېواد د پرمختګ او د هېوادوالو د سوکالۍ لپاره هلې‌ځلې کوي.
هغوی وویل، د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ دی، اقتصادي وضعیت ته په کتو په هېواد کې پر ګڼو اقتصادي پروژو کار پیل کړي دي.
مېلمنو وویل دا چې افغانان د روان کوچني اختر خوشحالۍ په ډاډه زړه سره لمانځي، دا د امنیت او ثبات برکت دی.
ورته مهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر راغلو مېلمنو ته د اختر مبارکۍ تر څنګ هغوی ته ښه راغلاست ووایه او د دوی راتګ یې ارزښتناک وباله.
نوموړي زیاته کړه چې د اسلامي امارت موخه د هېواد پرمختګ، د افغانانو سوکاله ژوند او د ټولو هېوادوالو هوساینه ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۵۳
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د ګډو برنامو د پیاوړتیا په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شول

د خدمتونو او همغږۍ پیاوړتیا په موخه له اداره باز سازي دهات افغانستان، واسا موسسو او د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت ترمنځ د ۲۵ میلیونو ۴۵۹ زره ۸۱۲ افغانیو په ارزښت د همکارۍ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۱
Background image

د مهاجرینو وزارت معین په کاري چاپېریال کې له حسد او کینې څخه پر لریوالي ټینګار وکړ

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین محترم شیخ کلیم الرحمن فاني په کاري فضا کې له حسد او کینې پر لریوالي، همدردۍ او د همکارۍ روحیې پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
ښاغلي فاني د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د همکارۍ دوه هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او هاجر افغانستان موسسې او د افغانستان پیاوړتیا او اقلیم د نوښت موسسې ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا او فعالیتونو پیاوړتیا په موخه د همکارۍ دوه هوکړه. . .

بېرته خبرونه ته