په تهران کې د کډولو اتشه د ایران حکومت بهرنیو وګړو په برخه کې له مرستیال او سلاکار سره لیدلي دي
د ایران تهران ښار کې د افغان کډوالو اتشه د راپور له مخې، د کډوالو چارو اتشه عبدالباسط امامي او په تهران کې د اسلامي امارت کونسلي چارو مسوول انور غفاري د ایران اسلامي جمهوریت بهرنیو وګړو په برخه کې مرستیال او سلاکار ښاغلو سید تقي قایمي او دوکتور بیژن سره لیدلي دي.
په دې لیدنه کې د کورنیو پاسپورټونو د تمدید، د سرشمېرونو پاڼو، د غوښتنلیک کارتونو او د افغان کډوالو اړوند نورو ستونزو په اړه خبرې او هر اخیز بحثونه وشول.