کابل کې تر زرو زیاتو کسانو سره نغدي مرسته وشوه
کابل کې یو زر او ۲۶۶ تنو ته د سلواغې پر درویشتمه نېټه نغدي مرسته ووېشل شوه.
دغه کسان مخکې په اومه ناحیه کې اړمن پېژندل شوي وو، چې د وزارت د همکار بنسټ له لوري ورسره د ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوې کڅوړې مرسته وشوه.
د یو بل خبر له مخې کابل ښار کې ۹۵۹ بېځایه شویو کورنیو ته د سلواغې پر شلمه نېټه نغدي پیسې مرسته ورکړل شوه.
دغه کسان وړاندې په بېلابېلو ناحیو کې اړمن پېژندل شوي وو او د وزارت د یوې همکارې موسسې مرسته ۲ زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوې کڅوړه ورکړل شوه